د مالیې وزیر د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ له وزیر سره وکتل!

د مالیې وزیر محترم الحاج ملا محمد ناصر اخوند د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ له وزیر محترم مولوي عطا الله عمري سره وکتل او پر یو لړ مهمو ملي موضوعاتو ئې خبري وکړې.
په دغه ناسته کي، چي د یادو وزارتونو معینانو او یو شمېر رئیسانو هم حضور درلود؛ د دواړه وزارتونو د دوهمي واحدونو ترمنځ د لا ښې همغږۍ په رامنځته کولو، په ملي کچه د مخابراتي انتنونو په تثبیت، د نویو عوایدي سرچینو په تثبیتولو، په شفاف ډول د ملي عوایدو په راټولولو او د مخکنیو باقیاتو د تثبیت پر موضوعاتو خبري او لازمي پرېکړي وسوې.
په پای کي ځیني موضوعات تخنیکي کمېټو ته وسپارل سول؛ تر څو له تخنیکي او مسلکي څېړنو وروسته ئې په تړاو اصولي اجراآت ترسره کړي.