په کندهار کي غیر قانوني لېږدېدونکي چاکلېټ او انساني درمل نیول سوي دي!

syllab_admin
Thu, Jun 27 2024 11:45 AM
............



د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د کندهار ولایت په بېلابېلو سیمو کي د (۱۲۰۰۰) کیلو ګرامه چاکلېټو او (۱۷۸۸) کیلو ګرامه انساني درملو د قاچاق مخه نیولې.
یاد قاچاقي توکي په پټه افغانستان ته راوړل کېدل، چي په تړاو ئې نیول سوي تورن کسان او قاچاقي توکي د نورو اجرآاتو له پاره د کندهار ولایت ګمرک ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي اوس مهال د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي دوامداره فعالیت کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي صادر او یا وارد کړي.
 

Latest news

BACK TO NEWS