د مالیې وزارت د مرکزي ریاستونو د اړتیا وړ قرطاسیې د تهیې او تدارک پروژه

Publish Date
Closing Date
MOF/1401/G-049-Rebid داوطلبۍ ګڼه:
د مالیې وزارت د ټولو داوطلبانو څخه چې په شرایطو برابر وي غوښتنه کوي تر څو د مالیې وزارت د مرکزي ریاستونو د اړتیا وړ قرطاسیې د تهیې او تدارک پروژه کې ګډون وکړي او اړونده شرطپانه په مالیې وزارت کې د تدارکاتو مشاوریت څخه په میموري یا فلش ډسک کې تر لاسه کړي، خپل افرونه د شرطپاڼې د مندرجاتو مطابق او د تدارکاتو د قانون او کړنلارې په رڼا کې ترتیب او په سرپوښلي ډول یې د اعلان د خپریدو له نیټې څخه د 3 تلې 1401 نیټې د سهار تر 10:00 بجو پورې په دویمه ناحیه، پښتونستان واټ کې د مالیې وزارت د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي، انټرنټي او ناوخته رسیدلي افرونه د منلو وړ ندي.
د داوطلبۍ څخه وړاندې غونډه د 26/وږي/1401 نیټې د سهار په 10:00 بجو د اداري معینیت ودانۍ په دویم پوړ کې د تدارکاتو په آمریت کې په لاره اچول کیږي.
د افر تضمین د بانکي تضمین په ډول 550000 پنځه سوه او پنځوس زره افغانۍ دی او د افر پرانیستنې غونډه د 3 /تلې/1401 نیټې د سهار په 10:00 بجو د تدارکاتو آمریت کې په لاره اچول کیږي.