کابل ولایت شپاړسمي ناحیې د بګرامي نساجي په ختیځه سیمه کي د یوې قطعې ځمکي په کرایه ورکولو د مزایدې خبرتیا

Publish Date
Closing Date
د مالیې وزارت د دولتي املاکو لوی ریاست غواړي، چي د کابل ولایت (۱۶) مي ناحیې د بګرامي نساجي په ختیځه سیمه کي (۷۳۳۰) متره ځمکه چي لومړنۍ میاشتنۍ کرایه یې (۸۹۷۷۵) افغانۍ ده د مزایدي لپاره اعلان ته سپاري .
ټول هغه حکمي او حقیقي اشخاص، چي غواړي نوموړی ملکیت په لوړ قیمت له ذکر سوي مبلغ څخه په کرایه ونیسي؛ نو کولای سي خپل غوښتنلیکونه د اعلان تر خپراوي وروسته د (۱۴) ورځو په موده کي د دولتي املاکو لوی ریاست ته وسپاري او د یاد سوي ملکیت شرطپاڼه د اسنادو له ارزوني او لومړي قیمت ته په کتو تر لاسه کولای سي.