تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته کچه قاچاقي توکي نیول سوي دي!

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، فراه، هرات او ننګرهار ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته کچه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل په پټه ئې افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۱۳۵۷۶) کیلو ګرامه مالګه، (۳۵۳۰) کیلو ګرامه رُب، (۴۹۲۰) کیلو ګرامه نخي تار، (۱۶۲۰) کیلو ګرامه غوړي، (۱۳۵۸) کیلو ګرامه مکروني، (۱۴۰۰) کیلو ګرامه لواشک، (۶۱۶) کیلو ګرامه د پالکو تخم، (۲۰۰) کیلو ګرامه پلاستیکي کڅوړې، (۲۲۰) کیلو ګرامه د لوښو وینځلو مایع، (۳۲۰) کیلو ګرامه سینجاق، (۱۴۳) کیلو ګرامه لوبیا، (۱۳۵) کیلو ګرامه وچې شیدې او (۷۰) کیلو ګرامه طبي سامان الات شامل دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي دوامداره فعالیت کوي او هیچا ته اجازه نه ور کوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي ولیږدوي.