تېره اوونۍ په کندهار، نیمروز او هلمند ولایتونو کي بېلابېل قاچاقي توکي نیول سوي دي!

تېره اوونۍ د کندهار، نیمروز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو د یو شمېر وارداتي او صادراتي توکو له قاچاق څخه مخنیوی کړی.
په دې نیول سوو توکو کي (۱۱۵۰) کیلو ګرامه رخت باب، (۴۰۰۰) کیلو ګرامه دال، (۲۲۰۰) کیلو ګرامه یوناني درمل، (۱۲۰) کیلو ګرامه زراعتي درمل، (۱۱۷۰) کیلو ګرامه طبي درمل، (۳۵) ټنه مالټې، (۱۲،۲) ټنه شیرني باب، (۲۶۰) کارټنه اچار او (۱۰) عرادې موټرسایکلونه شامل دي، چي غوښتل ئې په قاچاقي ډول ئې له پاکستان څخه افغانستان ته راوړي.
همدا شان یادو کارکوونکو په هلمند ولایت کي د (۶۵۵۰۰) کیلو ګرامه زړې اوسپني د صادرولو مخه هم نیولې، چي غوښتل ئې پاکستان هیواد ته ئې په قاچاقي ډول ولېږدوي.