د روان مالي کال په دوهمه ربعه کي د هیواد ګمرکي چارو (۱۸) سلنه پرمختګ کړی دئ!

syllab_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۱:۵۸
............

د روان (۱۴۰۳) هـ.ل کال په دوهمه ربعه کي په ګمرکونو کي د ترسره سويو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته، د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ پر لیکه او حضوري بڼه جوړه سوه.
په دغه ناسته کي د روان (۱۴۰۳) هـ.ل کال په دوهمه ربعه کي په ګمرکونو کي د تر سره سويو فعالیتونو ټولیز راپور وړاندي سو؛ په یاده موده کي د عوایدو د راټولېدو، د هیواد په ګمرکونو کي د تر سره سوي سوداګرۍ، د وارداتي توکو د ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت سوي وزن په اړه بشپړ معلومات وړاندي سول، چي له مخي ئې د تېر کال د همدې مودې په پرتله، د ګمرکونو چاري (۱۸) سلنه مثبتي وښودل سوې.
د وړاندي سوي راپور په تړاو هر اړخیز تخنیکي بحثونه وسول او د چارو د لا پرمختګ په موخه د ولایتي ګمرکونو د مسئولینو ستونزي او وړاندیزونه واورېدل سول، چي د ګمرکونو د رهبرۍ له لوري د ستونزو د حل ډاډ ورکړل سو او ور سره اړیني سپارښتني هم شریکي سوې.
په دغه ناسته کي همداراز، د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو د سوداګرۍ هر اړخیز تحلیل وسو، چي له مخې ئې د تېر کال د همدې مودې په پرتله، هیواد ته د سوداګریزو توکو واردات (۳۲) سلنه زیات سوي دي

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۵:۳۳
Background image

د سپین بولدک په ګمرک کي د راستنېدونکو کډوالو له پاره ځانګړي لاره پرانیستل سوي ده!

 

د وري ۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ د هدایت پربنسټ د کندهار ګمرک رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر د کندهار ولایت سپین بولدک ګمرک ته سفر وکړ او هلته ئې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۱:۵۸
Background image

د ګمرکونو او عوایدو معین د زابل او غزني ولایتونو ته سفر وکړ!

د وري ۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید د خپلو ولایتي سفرونو په دوام دا ځل زابل او غزني ولایتونو ته سفر وکړ او هلته ئې د یادو ولایتونو د. . .

BACK TO NEWS