د عوایدو او ګمرکونو لویو ریاستونو ۴۰ تنو کارکوونکو ته د انګلیسي ژبي ابتدايي رونیز پروګرام جوړ سو!

د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د عوایدو او ګمرکونو د لویو ریاستونو ۴۰ تنو کارکوونکو ته د انګلیسي ژبي ابتدايي روزنیز پروګرام جوړ کړ.
په دې ناسته کي، چي د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه، د ګمرکونو او عوایدو معین ملا عبدالقاهر حاجي ادريس، د عوايدو لوی رئیس حافظ شاه حسين حسيني، د ګمرکونو لوی رئيس مفتي عبدالمتين سعيد د بشري سرچینو رئیس مولوي احمد شاه شاکر او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.
د بشري سرچینو رئیس مولوي احمدشاه شاکر د دغه پروګرام په پرانیستې وینا کي وویل، چي دغه ډول روزنیز پروګرامونه د ادارې له پاره د ظرفیت لوړولو او د چارو د لا ښه والي، د کاري بهیر د چټکتیا او د غوره خدمتونو وړاندي کولو په برخه کي اړین دي. د انګلیسي ژبي زدهکړه یو له دغو مهمو پروګرامونو څخه ګڼل کېږي؛ نو له دې پروګرام څخه د خپل ظرفیت لوړولو د کارونو اغېزمنتیا، اسانتیا رامنځته کولو او خلکو ته د غوره خدمت وړاندي کولو لپاره ګټه پورته کړئ.
د ګمرکونو او عوایدو معین ملا عبدالقاهر حاجي ادريس په خپلو خبرو کي وويل، چي په حکومتولۍ کي ديني او عصري علوم دواړه اړین دي. له دې پروګرام څخه د خپلي وړتیا لوړولو لپاره پوره ګټه پورته کړئ او هغه څه چي زده کوئ تر نورو ئې هم ورسوئ.
د عوايدو لوی رئيس حافظ شاه حسين حسيني وويل، چي د ښې حکومتدارۍ لپاره لوړپوړي او ټيټ پوړي مسؤلین دواړه مسؤلیت لري، د لوړ پوړو اشخاصو په توګه، د مالیې وزارت مشرتابه سیسټم ته د مخلصو او ژمنو کسانو په ګومارلو او د هغوی د ظرفیت لوړولو په موخه د روزنیزو پروګرامونو په جوړولو سره خپل مسؤلیت ادا کړی دئ. اوس ستاسو وار دئ، چي د پوهي ترلاسه کولو، خپلو مهارتونو ته د ودي ورکولو او غوره خدمتونو په وړاندي کولو سره خپل مسؤلیت ترسره کړئ.
د ګمرکونو عمومي رئيس مفتي عبدالمتين سعيد وويل، چي د دغه نظام دښمنان هڅه کوي، چي له هري ممکني لاري د دې نظام پر سياست، فرهنګ او اقتصاد بريد وکړي. تاسو باید د خپل پوهاوي او مسلکي پوهي په لوړولو سره د دوی پلان شنډ کړئ. زده کړه او ستاسو د پوهاوي لوړول باید په دې پروګرامونو پوري محدود نه وي؛ بلکي تاسو باید تل په بېلابېلو لارو زده کړه وکړئ او سیسټم پیاوړی کړئ.
ناسته د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.