د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ پلاوي مراجعینو ته اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه ناسته وکړه!

د ماليې وزارت د عوایدو لوی ریاست د ۱۴۴۵ کال د رهبري پلاوي لسمه ناسته د عوایدو لوی رئیس ښاغلي حافظ مولوي شاه حسین حسیني په مشرۍ ترسره سوه.
په دغه ناسته کي، چي د عوایدو لوی ریاست ټولو رئیسانو او آمرینو حضور درلود، د ۱۴۰۲ مالي کال د عوایدو هدف ته د رسېدو پر څرنګوالي، د مراجعینو د وخت ضائع کېدو د مخنيوي په موخه د سیسټم له لاري د اظهارنامو د وېش، صرافانو ته د مالیه ورکوونکو د تشخیصیه نمبرونو د وېش او یو لړ نورو مهمو موضوعاتو، په اړه بحث وسو.
د عوایدو لوی رئيس ښاغلي حافظ مولوي شاه حسین حسیني په خپلي وینا کي وویل، د مراجعینو کارونه باید د سلسه مراتبو په نظر کي نیولو سره ترسره سي؛ ترڅو د مراجعینو کارونه ونه ځنډېږي، همدارنګه ئې ټولو ریاستونه ته سپارښتنه وکړه، چي همېشه له مراجعينو سره نېک چلند او ښه رويه وکړي.