د مالیه ورکوونکو د خدمتونو ریاست د (۱۲۰) پایې مېزونو او چوکیو د تدارک پروژې خبرتیا

Publish Date
Closing Date
د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چي (د مالیې وزارت اړوندو د مالیه ورکوونکود خدمتونو ریاست لپاره د (۱۲۰) پایې میزونو او چوکیو د چمتو کولو او تدارک) د پروژې په داوطلبۍ کي، چي تشخيصیه نمبر ئې (MoF/1402/G-058) دئ او د داخلي پرانیستي داوطلبۍ په بڼه ترسره کېږي، برخه واخلي؛ نوشرطپاڼه ئې په پښتو او دری ژبه د فلش یا میموري له لاري، چي د شرطپاڼي له شرایطو او د تدارکاتو له قانون او طرزالعمل سره سم پلي کېږي، له لاندي آدرس څخه ترلاسه کړئ.
د آفرګشايۍ ټاکلې نېټه: د (۱۴۰۲/ وږي میاشت/ ۲۹ مه) تر غرمې وروسته ۲:۰۰ بجې
د آفر تضمین: ئې (۲۰۰۰۰) شل زره افغانۍ دئ.
ځای: د مالیې وزارت، دوهم پوړ، د تدارکاتو ریاست – د تدارکاتو مشاوریت – پښتونستان واټ.
د اړیکو شمېرې: 0202924584