د مالیې وزارت د روان کال له پاره ۱۲۰ اغېزمنو او اقتصادي پروژو ته لومړیتوب ورکړی دئ!

syllab_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۱:۵۵
..............

د عامه پانګوني او زېربناوو لوی ریاست، چي د مالیې وزارت د پالیسۍ معینیت په چوکاټ کي د اقتصادي، مالي او د پراختیايي پروژو د لومړیتوب ورکوني د اقتصادي تحلیل د ارزوني او زېربنایي پروژو د شریکولو په برخو کي فعالیت کوي، په (۱۴۰۲هـ.ش) کالی کي ئې د (۳۹۵) ترلاسه سوو پروژ له ډلي (۱۲۰) اغېزمني او اقتصادي پروژې له ارزوني وروسته له مالي او اقتصادي تحلیل سره سمي په لومړیتوب کي راوستلي دي.
په دغو (۱۲۰) پروژو کي یو پړاویزي پروژې؛ لکه: (ښوونځی، کلینیک، اداري ودانۍ...) او درې پړاویزي پروژې؛ لکه: (د برېښنا بندونه، چک ډېمونه، د سړکونو کریړ اچونه، د رېل پټلۍ...) شاملي دي، چي د اغېزمنو پروژو په توګه په نښه او د (۱۴۰۳هـ.ل) کال په پراختیايي بودیجه کي د شاملولو په موخه د بودیجې ریاست ته استول سوي دي، چي دغه ریاست د مالي ظرفیت او امکاناتو په پام کي نیولو سره د (۱۴۰۳) مالي کال له پاره (۷۰) پروژې د ملي بودیجې په سند کي شاملي کړي دي.
سربېره پر دې د عامه پانګوني او زېربناوو لوی ریاست د ترلاسه سوو پروژو له ډلي څخه (۸۰) پروژې، چي ودانیزي پروژې؛ لکه: د بودیجوي واحدونو اداري ودانۍ په ځنډېدلي حالت کي پروژې، (۱۷۳) پروژې د راتلونکي کال له پاره د بیا کتني وړ پروژو په توګه او (۲۲) پروژې ئې د اقتصادي ماهیت د نشتوالي له امله رد کړي دي.
د عامه پانګوني او زېربناوو لوی ریاست د زېربناوو د مشارکت په برخه کي، د زېربنا سکټور له ادارو څخه (۸۸۹) پروژې د شریکولو په موخه ترلاسه او له تحلیل او ارزوني وروسته ئې (۴۷) پروژې د همسیرو (هم لورو) پروژو په توګه په نښه او له اړوندو ادارو سره شریکي کړي دي.
دغه ریاست د يادو پروژو له ډلي څخه د سړک جوړولو (۵) پروژې، چي (٢٨٢) کيلومتره اوږدوالی لري او د ټولګټو وزارت پوري اړوندي دي، د نوري فايبر شبکې سره ئې شريکي کړي دي، چي د پلي کېدو په حال کي دي او د یادو (۵) پروژو د شریکولو له امله سپما سوي پیسې (۱،۱۵۶) میلیارډه افغانیو ته رسېږي او د کابل ښاروالۍ د (۴۲) پروژو پلي کولو کار، چي د نوري فایبر، اوبو رسولو او برېښنا پروژو سره هم لوري دي رواني دي؛ تر څو په ښه توګه پلي سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۱:۲۸
Background image

د مالیې وزیر د یو پلاوي په مشرۍ په سپین بولدک کي د کډوالو له کمپ څخه ليدنه وکړه!

د مالیې وزیر حاجي ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت مالي معین او د کډوالو عالي کمېسیون د مالي مسؤل حاجي عبدالقدیر احمد او د خزاینو لوی رئیس نصرت الله محمود په ملتیا کندهار ولایت ته د رسمي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۵:۳۳
Background image

د سپین بولدک په ګمرک کي د راستنېدونکو کډوالو له پاره ځانګړي لاره پرانیستل سوي ده!

 

د وري ۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ د هدایت پربنسټ د کندهار ګمرک رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر د کندهار ولایت سپین بولدک ګمرک ته سفر وکړ او هلته ئې د. . .

BACK TO NEWS