د مالیې وزارت د پالیسۍ معین د کوچنیو مالي تمویلاتو په ملي کنفرانس کي ګډون وکړ!

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۳:۲۰
..............

د مالیې وزارت د پالیسۍ معین انجنیر سلطان محمد زبیر د افغانستان بانک له لوري د وړو تمویلاتو ملي کنفرانس(فرصتونه او ننګوني) تر سرلیک لاندي، د پانګوني د هڅوني او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په تړاو جوړ سوي کنفرانس کي ګډون او وینا وکړه.
په دغه کنفرانس کي د اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، د کابینې یو شمېر غړيو، د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولني او نړیوال بانک استازو، د بېلابېلو هیوادونو سفیرانو، د نړیوالو او کورنیو مؤسسو مسئولینو او یو شمېر ملي پانګوالو او سوداګرو ګډون کړی وو.
د مالیې وزارت د پالیسۍ معین یاد کنفرانس ته د خبرو پر مهال وویل، چي د کوچنیو مالي تمویلاتو سکټور د يوه هيواد د اقتصادي ودي، بېکارۍ د له منځه وړلو، فقر سره د مبارزې او کوچنیو کاروبارونو د پراختيا په برخو کي مهم رول لري.
ښاغلي زبیر یادونه وکړه، چي د اسلامي امارت د بیا ځلي حاکمیت څخه راوروسته د کوچینیو تمویلونو سکټور چاري په مطلق ډول درېدلي وې، چي د مالیې وزارت له لوري د همدې سکټور د فعالیتونو د پیل په موخه هڅي پیل سوې او د شپږو میاشتو دوامداره هڅو په پایله کي د هیواد له ستري محکمې څخه په دې برخه کي د چارو د پیل جواز ترلاسه او په لومړي ځل شریعي مالي تمویلاتو مضاربت او مرابحې ته لاره هواره سوه.
د مالیې وزارت د پالیسۍ معین همداراز زیاته کړه، چي دغه وزارت تر مالکیت لاندي د (مسفا) ادارې تر اوسه پوري له (۶۰) زرو څخه ډېر مالي تمویلات، چي څه باندي (پنځه میليارډه) افغانۍ کېږي د مرابحې او مضاربت په شکل اجراء کړي دي او د تمویلاتو د اجراء چاري د (مسفا) ادارې له لوري د مالیې وزارت د بشپړ ملاتړ په درلودلو سره په نورمال ډول رواني دي.
د یادوني وړ ده، چي د کوچنیو مالي تمویلاتو ملي کنفرانس د دغه سکټور د ودي او پراختیا او د خصوصي او دولتي سکټورونو او ملي او نړیوالو ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ رامنځته کولو په موخه جوړ سوی وو، ترڅو په دې وسیله په هیواد کي د فقر کچه را ټیټه او د دندو پیدا کېدو ته زمینه برابره سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۱۲:۱۰
Background image

د ګمرکونو او عوایدو معین د یو شمېر ولایتونو له ګمرکونو او مستوفیتونو څخه لیدنه وکړه!

 

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید د خپلو ولایتي سفرونو په ترڅ کي دا ځل کندهار او هلمند ولایتونو ته سفر وکړ او هلته ئې د  یادو ولایتونو له مستوفیتونو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۱۲:۴۸
Background image

د مالیې وزارت مقام د شکایتونو اورېدو خپلواک آمریت د حوت په میاشت کي (۱۵) شکایتونو ته رسېدنه کړې!

د مالیې وزارت د شکایتونو د اورېدو خپلواک آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د رسېدني مسئولیت په غاړه لري او ترلاسه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۱۵:۱۷
Background image

پروسږ کال د څه باندي (۵۲) زره ټنه قاچاقي توکو د لېږد رالېږد مخه نیول سوې ده!


د وري ۵مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هیواد په ګمرکونو کي د اسانتیاوو پر رامنځته کولو سربېره، له فساد سره جدي مبارزه سوې او د مالیې وزارت د ګمرکونو د ساتني. . .

BACK TO NEWS