د نیمروز په ګمرک کي د څه باندي (۳۱) میلیونه افغانیو په ارزښت د موټرونو تمځای جوړېږي!

د ګمرکونو لوی ریاست سوداګرو او موټر چلوونکو ته د لا اسانتیا رامنځته کولو په موخه د نیمروز په ګمرک کي د (۳۱،۹) میلیونه افغانیو په ارزښت د موټرونو د تمځای جوړولو چاري پیل کړې.
په همدې مناسبت پرانیستغونډه کي د نیمروز ګمرک د مسؤلینو تر څنګ د یو شمېر سیمه ییزو ادارو مسؤلینو هم ګډون کړی وو.
د نیمروز ګمرک په نوي جوړېدونکي د موټرونو تمځای کي به په اساسي ډول کانګرېټ واچول سي او چاري به ئې هم تر راتلونکو (۹) میاشتو پوري بشپړي سي.
د یادوني وړ ده، چي د یادي پروژې بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي.