د پکتیکا په ګمرک کي د لمریزي برېښنا سیسټم جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل سو!

د مالیې وزارت له د ګمرکونو د عصري کولو او برېښنایي سیسټمونو د فعالولو په لړ کي، د ګمرکونو لوی ریاست د پکتیکا ګمرک د برېښنا چمتو کولو له پاره د (۷،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت د (۶۰) کیلو واټه په ظرفیت سره د لمریزي برېښنا سیسټم جوړ او ګټي اخیستني ته وسپاره.
له دې وړاندي په یاد ګمرک کي له جنراټور څخه ګټه اخیستل کېده، چي په میاشتني ډول ئې شاوخوا (۲) زره لېټره تېل مصرفول.
د لمریزي برېښنا سیسټم په فعالولو سره له یوې خوا د تېلو په لګښت کي سپما راځي او له بلي خوا د یاد ګمرک په کارونو کي هم چټکوالی رامنځته کېږي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت په دې هڅه کي دئ، چي د هیواد په ټولو ګمرکونو کي سوداګرو او کارکوونکو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه اړین تجهیزات او امکانات برابر کړي.