د کابل ولایت په (۱) او (۸) مه ناحیو کي د دوو دولتي ملکیتونو د داوطلبۍ خبرتیا

Publish Date
Closing Date
د مالیې وزارت د دولتي املاکو لوی ریاست غواړي، چي د کابل ولایت په (۱) او (۸) مه ناحیو کي لاندي جایدادونه په جلا جلا ډول د داوطلبۍ له لاري اعلان ته وسپاري.
1. د کابل ولایت د (۱) ناحیې، د سر چوک په تلي کوڅه سیمه کي یو دربند حویلي، چي (۱۲۹.۵) متره مربع مساحت لري.
2. د کابل ولایت اړوند (۸) مه ناحیه کي د کابل نندارې سره یو دربند حویلي، چي د یو باب (۲) منزله تعمیر په درلودلو سره (۶۷۰.۵۰) متره مربع مساحت لري.
ټول هغه حکمي او حقیقي اشخاص، چي غواړي پورته یاد سوي ملکیتونه په کرایه ونیسي کولای سي چي خپل غوښتنلیکونه د خبرتیا له نشر څخه وروسته د (۷) ورځو په موده کي د دولتي املاکو لوی ریاست ته وسپاري او د یاد سويو ملکیتونو شرطپاڼه د اسنادو له ارزوني او لومړي قیمت ته په کتو تر لاسه کړي.