ه یو شمېر ولایتونو کي ګڼ شمېر وارداتي قاچاقي توکي نیول سوي دي!

syllab_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۳:۲۹
..............

 

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني ځیرکو کارکوونکو تېره اوونۍ د فراه، نیمروز، هرات او کندهار ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي ګڼ شمېر قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل په پټه ئې افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۷۲) ټنه او (۷۵۰) کیلو ګرامه سیمېنټ، (۵۲۰۸) کیلو ګرامه رُب، (۱۴۲۴) کیلو ګرامه مکروني، (۱۰۶۷) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۴۲۰) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۲۳۴۰) کیلو ګرامه لوبیا، (۱۵۰۰) کیلو ګرامه د لوښو وینځلو ماېع او (۵۰) کارټنه شامپو شامل دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي  د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي دوامداره فعالیت کوي او هیچا ته اجازه نه ور کوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي صادر او یا وارد کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۱:۲۸
Background image

د مالیې وزیر د یو پلاوي په مشرۍ په سپین بولدک کي د کډوالو له کمپ څخه ليدنه وکړه!

د مالیې وزیر حاجي ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت مالي معین او د کډوالو عالي کمېسیون د مالي مسؤل حاجي عبدالقدیر احمد او د خزاینو لوی رئیس نصرت الله محمود په ملتیا کندهار ولایت ته د رسمي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۵:۳۳
Background image

د سپین بولدک په ګمرک کي د راستنېدونکو کډوالو له پاره ځانګړي لاره پرانیستل سوي ده!

 

د وري ۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ د هدایت پربنسټ د کندهار ګمرک رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر د کندهار ولایت سپین بولدک ګمرک ته سفر وکړ او هلته ئې د. . .

BACK TO NEWS