د تورخم ګمرک کارکوونکو د یو شمېر نظامي تجهیزاتو له قاچاق څخه مخنیوی وکړ!

د تورخم ګمرک د تشرېح برخي کارکوونکو د کریم عابد شرکت اړوند په یوې سوداګریزه محموله کي، چي سیمينټ پکښي بار ول (۱۰) میله بېلابېل ډوله تفانچې، (۲۱) عدده شاجورونه او یو عدد کنداغ، چي په ډېر مهارت سره ځای پر ځای سوي ول او قاچاقچیانو غوښتل، چي له ګاونډي هیواد څخه ئې افغانستان ته راوړي، کشف او ونیول.
د یادوني وړ ده، چي اوس مهال د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د ممنوعه او قاچاقي توکو څخه په جدي توګه څارنه کېږي او چاته اجازه نه ورکول کېږي، چي یاد توکي صادر او یا وارد کړي.