د ۱۲ مستوفیتونو له مالي او حسابي کارکوونکو څخه د روزنیز پروگرام لومړۍ دورې له بشپړاوي وروسته ازموینه واخیستل سوه!

syllab_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱ - ۱۶:۲۲
.............

د مالیې وزارت د خزاینو لوی ریاست د بشري سرچینو ریاست په همکارۍ د ننگرهار، نورستان، لغمان، کونړ، کابل، کاپیسا، پروان او کابل مستوفیتونو د کارکوونکو د کاري ظرفیت لوړولو په موخه روزنیز پروگرام جوړ کړی وو، چي د دغه پروگرام له بشپړېدو وروسته له یادو کارکوونکو څخه ازموینه واخیستل سوه.
دغه ازموینه د گمرکونو او عوایدو په ملي اکاډمۍ کي د خزاینو لوی ریاست د مسؤلینو په حضور کي واخیستل سوه. هغه کسان، چي له دې پروگرام څخه ئې په اغېزمنه توگه گټه پورته کړه او ازموینه ئې په بریالتوب ترسره کړه، خپلو دندو ته به دوام ورکړي او د هغو کسانو پر ځای به نوي کسان وگومارل سي، چي په ازموینه کي بریالي سوي نه وي.
د یادولو وړ ده، چي د مالیې وزارت د خزاینو لوی ریاست د روزنیز پروگرام دوهمه دوره به ډېر ژر د یو شمېر نورو ولایتي مستوفیتونو د کارکوونکو له پاره هم پیل سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۱:۲۸
Background image

د مالیې وزیر د یو پلاوي په مشرۍ په سپین بولدک کي د کډوالو له کمپ څخه ليدنه وکړه!

د مالیې وزیر حاجي ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت مالي معین او د کډوالو عالي کمېسیون د مالي مسؤل حاجي عبدالقدیر احمد او د خزاینو لوی رئیس نصرت الله محمود په ملتیا کندهار ولایت ته د رسمي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۵:۳۳
Background image

د سپین بولدک په ګمرک کي د راستنېدونکو کډوالو له پاره ځانګړي لاره پرانیستل سوي ده!

 

د وري ۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ د هدایت پربنسټ د کندهار ګمرک رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر د کندهار ولایت سپین بولدک ګمرک ته سفر وکړ او هلته ئې د. . .

BACK TO NEWS