د فراه او کندهار په ولایتونو کي یو شمېر قاچاقي توکي نیول سوي دي!

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني ځیرکو کارکوونکو د فراه او کندهار ولایتونو په بېلابیلو سېمو کي یو شمېر قاچاقي توکي نیولي دي.
په نیول سوو توکو کي(۲۸۰۰) کیلو ګرامه حیواني درمل، (۹۸۹) کیلو ګرامه رُب، (۴۳۴) کیلو ګرامه مکروني، (۸۰۵) کیلو ګرامه وچ ګشنیز،(۳۲۰۰) دانې خالي بوجۍ او (۲۰۴) کیلو ګرامه چاکلېټ شامل دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یي هیواد ته راوړي.
په دې تړاو نیول سوي تورن کسان، د نورو څېړنو په موخه اړوند ارګانونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني ځیرک کارکوونکي په ټول هیواد کي په دوامداره توګه فعالیت کوي او هیڅ چا ته اجازه نه ورکوي، چي قاچاقي او ممنوعه توکي له هیواد څخه صادر او یا وارد کړي.