د تورخم په ګمرک کي د وارداتي اسلحو له قاچاق څخه مخنيوی وسو

د تورخم ګمرک د ټرانزیټ د تشرېح مدیریت ځيرکو کارکوونکو په یوې وارداتي سوداګریزه محموله کي (۱۶) عدده تفنچې (۳۲) عدده شاجورونه او (۳۱۵) عدده مرمۍ، چي د محمولې په سيټ کي په ماهرانه ډول ځای پر ځای سوي ول کشف او ونیول.
یاد مهمات، چي په قاچاقي توګه له ګاونډي هیواد پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کېدل په تړاو ئې یو تورن کس هم نیول سوی او د نورو څېړنو په موخه اړوندو ارګانونو ته سپارل سوی دئ.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګمرکونو ویښ کارکوونکي شپه او ورځ کار کوي او د هر ډول قاچاقي او ممنوعه توکو له واردولو او صادرولو څخه په کلکه مخنیوی کوي.