د ننګرهار محصولي او سرحدي ګمرکونو کي د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت درې پروژې ګټي اخیستني ته وسپارل سوې!

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د (۱۰،۳) میلیونه افغانیو په ارزښت د ننګرهار په محصولي او سرحدي ګمرکونو کي درې پروژې بشپړي او ګټي اخیستني ته وسپارل سوې.
په دې پروژو کي د تورخم ګمرک د سکېنر له پاره د هنګر جوړول، د تورخم او بندروالۍ د هنګرونو او د ننګرهار محصولي ګمرک د اداري ودانۍ بیا رغول شامل دي، چي ټول لګښت ئې د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول سوی دئ.
د دغه پروژو په پلي کېدو سره به، په یادو ګمرکونو کي سوداګرو او د ګمرک کارکوونکو ته اسانتیاوي برابري سي او د سوداګریزو توکو د ښه خوندیتوب او په ګمرکي طی مرحلو کي به هم لا اغیزمنتوب رامنځته سي.
د یادوني وړ ده، چي مالیې وزارت د هیواد د ټولو ګمرکونو بیارغوني، سیسټم جوړوني او عصري کولو ته پوره ژمنتیا لري او په دې برخه کي ئې اړین اقدامات هم ترسره کړي دي.