د اسلام کلا په ګمرک کي د څه کم ۲۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژه پیل سوه!

د هرات ولایت د اسلام کلا په ګمرک کي د (۲۳۱.۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د موټرونو د تمځای جوړولو پروژه د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس مفتي عبدالمتین سعید له لوري د پټۍ په پرې کولو سره پیل سوه.
د موټرونو دا تمځای به په (۳۷) جریبه ځمکه باندي په معیاري ډول ورغول سي، چي د ټولو اړینو اسانتیاوو؛ لکه: د اور وژني سیسټم، شنه ساحه او برېښنایي سیسټم څخه به برخمن وي.
د دغي پروژې ټول لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي، چي د رغوني چاري به ئې د ملي پراختیا شرکت له لوري په (۱۴) میاشتو کي بشپړي سي.
د یادوني وړ ده، چي د موټرونو د دغه تمځای له جوړېدو سره به، سوداګرو او د ګمرک کارکوونکو ته د اسانتیاوو سربېره، د سوداګریزو توکو په طی مراحلو کي اړینه چټکتیا او نظم رامنځته سي.