د اسلام کلا په ګمرک کي د څه کم ۲۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژه پیل سوه!

syllab_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۱۵:۲۱
.............

د هرات ولایت د اسلام کلا په ګمرک کي د (۲۳۱.۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د موټرونو د تمځای جوړولو پروژه د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس مفتي عبدالمتین سعید له لوري د پټۍ په پرې کولو سره پیل سوه.
د موټرونو دا تمځای به په (۳۷) جریبه ځمکه باندي په معیاري ډول ورغول سي، چي د ټولو اړینو اسانتیاوو؛ لکه: د اور وژني سیسټم، شنه ساحه او برېښنایي سیسټم څخه به برخمن وي.
د دغي پروژې ټول لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي، چي د رغوني چاري به ئې د ملي پراختیا شرکت له لوري په (۱۴) میاشتو کي بشپړي سي.
د یادوني وړ ده، چي د موټرونو د دغه تمځای له جوړېدو سره به، سوداګرو او د ګمرک کارکوونکو ته د اسانتیاوو سربېره، د سوداګریزو توکو په طی مراحلو کي اړینه چټکتیا او نظم رامنځته سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۱:۲۸
Background image

د مالیې وزیر د یو پلاوي په مشرۍ په سپین بولدک کي د کډوالو له کمپ څخه ليدنه وکړه!

د مالیې وزیر حاجي ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت مالي معین او د کډوالو عالي کمېسیون د مالي مسؤل حاجي عبدالقدیر احمد او د خزاینو لوی رئیس نصرت الله محمود په ملتیا کندهار ولایت ته د رسمي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۵:۳۳
Background image

د سپین بولدک په ګمرک کي د راستنېدونکو کډوالو له پاره ځانګړي لاره پرانیستل سوي ده!

 

د وري ۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ د هدایت پربنسټ د کندهار ګمرک رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر د کندهار ولایت سپین بولدک ګمرک ته سفر وکړ او هلته ئې د. . .

BACK TO NEWS