د حقيقي اشخاصو د مالياتو، د موټرونو د مالياتي باقياتو او اصنافو (هټيوالو او کسبگرو) د مالياتي جريمو د معافيت د تمديد خبرتيا

د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست ټولو قدرمنو هيوادوالو او اصنافو (هټيوالو او کسبگرو) ته خبر ورکوي چي د ماليې وزارت د ۱۴۴۴/۳/۲۶ نېټې د (۴۲) گڼي وړانديز او د ا.ا.ا. د رياست الوزراء عالي مقام د ۱۴۴۴/۴/۲۲ نېټې د (۱۲۱۹) گڼي حکم له مخه د اصنافو د مالياتي جريمو د معافيت د تمديدۍ پر بنسټ لانديني موارد منظور سوي دي:
الف - د اصنافو برخه:
۱. اصلي مالیات او تر ۱۳۹۰ مالي کال مخکيني اضافي مالیات (٪۱۰۰) معاف.
۲. د ۱۳۹۰ او ۱۴۰۰ ل مالي کلونو تر منځ (۱۰۰٪) اضافي او (۵۰٪) اصلي ماليات هغه مهال معاف کېږي، چي يو کس د یادو کلونو اړوند (۵۰٪) اصله مالیه او د ۱۴۰۱ل مالي کال اصله مالیه (په هغه صورت کي چي تثبيت سوې وي) د ۱۴۰۱/۱۲/۲۹ نېټې پوري تحويل کړي.
۳. هغه اشخاص چي پخوا یې د ا.ا.ا. د ریاست الوزراء عالي مقام د ۱۴۴۴/۲/۲۷ نېټې د (۱۰۵۸) گڼي او د ۱۴۴۳/۹/۲۲ نېټې د (۱۹۱۵) گڼي احکامو د لارښوونو پر بنسټ چي مخکي د ۱۴۰۰/۱۲/۱۲ نېټې د (RVOP-183) او د ۱۴۰۱/۲/۱۰ نېټې د (RVPO-142) متحدالمالونو له لاري ټولو مالياتي ادارو ته استول سوي دي او خپل ماليات يې تصفيه کړي وي، په دغه معافيت کي نه راځي.
ب - د موټرونو د ثابتي ماليې د باقياتو برخه:
۱. د هغو موټرونو د څښتنانو (۱۰۰٪) اصلي او اضافي ماليات چي له ۱۳۸۱ څخه تر ۱۳۸۹ ل کال پوري باقيدار وي.
۲. د هغو موټرونو د څښتنانو (۱۰۰٪) اضافي او (۶۰٪) اصلي ماليات چي له ۱۳۹۰ څخه تر ۱۳۹۴ل کال پوري باقيدار وي.
۳. د هغو موټرونو د څښتنانو (۱۰۰٪) اضافي او (۵۰٪) اصلي ماليات، چي له ۱۳۹۴ څخه تر ۱۳۹۷ل کال پوري باقيدار وي.
۴. د هغو موټرونو د څښتنانو (۱۰۰٪) اضافي او (۴۰٪) اصلي ماليات دي، چي له ۱۳۹۷ څخه تر ۱۴۰۱ل کال پورې باقيدار وي، په هغه صورت کي معاف سي چي خپل (۶۰٪) اصلي ماليات د ۱۴۰۱/۱۲/۲۹ نېټې پوري تحويل کړي.
(ج) هغه حقيقي اشخاص چي خپل ماليات د اظهارليک د وړاندي کولو پر بنسټ پر عايداتو باندي د مالياتو قانون د (۴) مادې د (۳) فقرې د حکم له مخه سنجش او تصفيه کوي:
۱. له ۱۳۸۱ څخه تر ۱۴۰۰ کلونو پوري دي د دغو اشخاصو اضافي ماليات (۱۰۰٪) هغه مهال معاف سي چي د يادو کلونو اړوند خپل اصلي ماليات د ۱۴۰۱/۱۲/۲۹ نېټې پوري تحويل کړي.
د ا.ا.ا. د رياست الوزراء عالي مقام پورتنۍ گڼي حکم ته په کتو سره له ټولو قدرمنو اصنافو څخه غوښتنه کېږي چي له دې غوره فرصت څخه په گټه اخيستنه او خپلو اړوندو مالياتي ادارو ته په مراجعې کولو سره ژر تر ژره خپل مالياتي حسابونه تصفيه کړي.
زموږ ماليه - زموږ هېواد - زموږ راتلونکی